...

کامګار خټک

زه رسوا شوم ياره ستا له محبته
 ته به څو همېش له ما يې فراغته

لکه نه کا هيڅ حجت غلام څښتن ته
 زه و تا ته شومه هسې بې حجته

فرشته کله ديو سره مجلس کا
 رقيب وباسه دلبره له خلوته

ښه که زه په رنځ د مينې ګرفتار شوم
 په جهان کې هيڅوک نه شته بې علته

هغه زړه چې په غمزه د يار زخمي شي
 له الم يې رضامند وي له صحته

ستا په عشق کې د مجنون غوندې صنمه
 پروا، نه کړم د عالم له ملامته

هر طبيب لره چې ورشم راته وايي
 چې به روغ نه شې هرګز له دې زحمته

تر شاهانو مې لا قدر قيمت ډېر شو
 په وګړي د خپل عشق له برکته

عشق يو څه عظيم درياب دی په عالم کې
 چې هيڅوک يې خبر نه شو له غايته

ستا له هجره کامګار هسې رنګ فغان کړه
 چې قرار آرام يې يووړه له محلته