

کامګار خټک
که
رقيب مې نيږدې نه پريږدي محبوب ته
د يوسف د کميس بوی بس دی يعقوب ته
ملامت
په ما ناحقه خلک کاندي
د چا څه رنګه رغبت نه شي مرغوب ته
چې
رهبر يې د اخلاص په مخکې نه وي
د طالب رسيده نه شي و مطلوب ته
لاس
و پښې وهي څو وي په سر د بحر
توان د دم وهلو پاتې نه شي ډوب ته
د
زړه سوز چې په کاغذ باندې رقم کړم
څوک مې ګوتې ور وړی نه شي و مکتوب ته
د
سبا ياده د يار په کوڅه ورشه
د مهجور سلام عرضه کړه هغې خوب ته
يو
د تا قهر و ما و ته سوړ نه شو
ګنې نه شي د غالب قهر مغلوب ته
که
ستا غم په ورغلی وي کامګاره
توان به پاتې د شکيب نه و ايوب ته