...

کامګار خټک

ستا د هجر له سېلابه
 صبر شي خانه خرابه

د دوزخ عذاب دی هجر
 ما کړه خلاص له دې عذابه

پرې د رحم اوبه توی کړه
 خوږ سينه مې شوه کبابه

که ګهې مې خبر واخله
 په خلاف د خپل آدابه

د لبانو جرعه راکړه
 مخمور پروت يمه بې تابه

دواړه سترګې دې دلبره
 مدام سرې وي بې شرابه

په کې بند يم وتی نه شم
 ستا د مينې له ګردابه

آفتاب تور لکه تبۍ شي
 ستا د مخ له ډېره تابه

ښکلي يو، دوه، درې لرينه
 ته د حسن نولس بابه

ستا له شونډو لعل خجل شول
 مرغلرې ستا له تابه

په غمزو زړونه رانيسې
 هم له شيب هم له شابه

که په مخ مې اوښې دورمي
 څه په کار دی مخ بې آبه

کامګار ستا له ډېره غمه
 مضطرب دی تر سيمابه