...

کامګار خټک

ډېر خوبان مې دي ليدلي ومې نه ليد تا په شان يو
 بې همتا په مزکه ته يې لکه نمر دی په آسمان يو

نه د تا غوندې دلبر شته په دا درسته زمانه کې
 نه زما غوندې مين شته ستا په مخ په دا زمان يو

که وصال دې په سر مومم زه تر سر تېر يم دلبره
 که باور دې په دا نه شي بارې وکړه امتحان يو

قطب غوندې ثابت قدمه نه ساير لکه قمر يم
 يوه سر ته مناسب دي چې مکان کاندي آستان يو

که دې ځان زما په کار وي زه بې زر د تا بنده يم
 نور متاع راڅخه نه شته زه په لاس لرمه ځان يو

يو ساعت د رب د پاره ته زما له څنګه کېنه
 چې بيان کړم تا دلبر ته زه مهجور د غم بيان يو

دا غزل چې کامګار ووې په پښتو کې بې له خانه
 لا دا هسې کښلی نه دی هيڅ شاعر په خپل ديوان يو