...

کامګار خټک

نه شته به ستا تر لبانو
 لعل په ګنج کې د شاهانو

خود په خودې شونډې سرې دي
 حاجت نه لري د پانو

ستا د مخ تر لطافته
 حسن هيڅ دی د خوبانو

عاشق ونمانځه دلبره
 مخ که تور د رقيانو

رحم کړه په ما ثواب دی
 زړه ساتل د غريبانو

بل مراد په دنيا نه شته
 بې له تا د عاشقانو

په څښتن دې ستا سوګند وي
 په بزرګۍ بيا د نبيانو

د شيخانو په شيخۍ
 په پرهيز د زاهدانو

د عاشق په عاجزۍ
 په ډير ناز د مهرويانو

د ګلونو په خودۍ
 په فغان د بلبلانو

په ژړا په سوز د شمعې
 په اختيار د پتنګانو

ظلم و جور په ما مه کړه
 په ويل د بدخواهانو

د کامګار وطن که سرای دی
 نصيب بند کړ په دوبيانو