

کامګار خټک
چې
نظر مې په جانان شو، فراموش مې نور جهان شو
فراموش مې نور جهان شو، چې نظر مې په
جانان شو
وې
مې نمر دی راعيان شو، چې مې وليد بې حجاب
چې مې وليد بې حجاب، وې مې نمر دی راعيان
شو
بې
له تا په ما زندان شو، که چمن ته خلک درومي
که چمن ته خلک درومي، بې له تا په ما
زندان شو
په
فرياد هزار داستان شو، د خزان له لاسه ګل ته
د خزان له لاسه ګل ته، په فرياد هزار
داستان شو
کور
و ما ته ګورستان شو، چې پکې نه وينم ښکلي
چې پکې نه وينم ښکلي، کور و ما ته ګورستان
شو
عمارت
مې د زړه وران شو، په زلزل د جدايۍ
په زلزل د جدايۍ، عمارت مې د زړه وران شو
چې
شيشې غوندې خندان شو، عاقبت به وينې ژاړي
عاقبت به وينې ژاړي، چې شيشې غوندې خندان
شو
سپين
جمال يې صاف ميدان شو، چوګان زلفې ګوی زنې
چوګان
زلفې ګوی زنې، سپين جمال يې صاف ميدان شو
په
کمال کې يې نقصان شو، چې له تا سيالي کړه بدر
چې له تا سيالي کړه بدر، په کمال کې يې
نقصان شو
درست
عالم يې په فرمان شو، تر عربه تر عجمه
تر عربه تر عجمه، درست عالم يې په فرمان
شو
بند
په چاه د زنخدان شو، کامګار ځکه نه خلاصيږي
کامګار ځکه نه خلاصيږي، بند په چاه د
زنخدان شو