...

کامګار خټک

مګر فصل د بهار دی چې عالم سبز و خرم شو

 باوصال د ګلعذار دی چې په عيش جان همدم شو

د وحدت ساقي له مخه نقاب لرې کړه ځکه
 ده جام سره يکسان شول قطر بحر همدرهم شو

د خليل غوندې راووزه په نن شپه د تن له غاره
 ګوره نور د حق رخشانه له ذراتو د عالم شو

چې د عشق بحر په موج شو په باران وجود وريځ شوه
 په چا راغله لوی سيندونه په چا باندې لږ شبنم شو

هر ساعت هزار موجونه تويوي په کام د زړه کې
 له دغه سينده چې څاڅکی په نصيب د عرش اعظم شو

ملايک يوې قطرې ته تشنه لب لکه صدف دي
 په زرګونو دريابونو مخموره خاک د آدم شو

کامګار څيرې پيراهن کړ لکه صبح په تن باندې
 د وحدت آفتاب طلوع که اوس هنګام د صبح دم شو