...

کامګار خټک

په درياب مې د غم ډوب د زړه زورق شو
 چې نظر مې د افعالو په ورق شو

واف د روح مې په قفس د تن زهير شو
 چې انيس ورسره نس لکه عقيق شو

د دنيا د آخرت شاه هم هغه دی
 چې تر محو د اخلال د دين نسق شو

مشرکان يې له هيبته ګريزان شول
 چې په لاس د محمد صمصام د حق شو

عالمان د يهوديانو نګون سار شول
 چې ښکاره د مصطفی د دین بیرق شو

چې يې دين لکه آفتاب په جهان وخوت
 مضطرب تر باطل دين لکه زيبق شو

ځکه پوه په حال د لوح او د قلم شو
 چې له درسه يې د ما اوحی سبق شو

سنګ ريزو د ده په لاس کې تسبيحات کړ
 په ايمان يې په آسمان کې قمر شق شو

چې يې نه کړه پيروي د زړه په مينه
 د جنت در په هغه خلک مغلق شو

له اوله د ده يار و ابو بکر
 چې ځواب يې په اول ګوزار صدق شو

بل عمر و چې په نور د ده د عدل
 له جهانه ورک د ظلم جور غسق شو

ذی النورين و د حيا د سخا بحر
 چې سلام د ده له نوره بارونق شو

څلورم دی مرتضی معدن د علم
 ښه لقب په ده ثابت مزری د حق شو

زه دوستدار د چهار يار يم بې نقصانه
 په تفصيل يې رافضي بدګوی احمق شو

چې دښنه د ختنین وکاندې ځکه
 خارجي په سيند د قهر مستغرق شو

اميدوار يم چې له اوره په امان شم
 چې چاپېر مې د احمد د دين خندق شو

په حرمت يې خدای کامګار خوشحال خرم کړ
 که ګردش يې د دوران هرګوره دق شو