

کامګار خټک
د
بلبل دماغ تازه په ګل د باغ شو
پروانه غريب په ګل د شمع داغ شو
د
رخسارو خال دې ويني خلک وايي
چې لايق په څه د دې ګلو دا زاغ شو
څه، خو لږې ورکوه د زړونو غوښې
ستا د سترګو باز ښکار نه که بد دماغ شو
ناقراره
زړه په هر لوري زغلولم
خو چې بند شو ستا په زلفو کې فراغ شو
تر
قيامته به يې عقل په ځای نه شي
هر چې مست د ستا د لبو په اياغ شو
هسې
شان دي ستا د سترګو خجل شوي
چې مدام دې غزاله وطن په راغ شو
د
خپل يار په منډه منډه څه کامګاره
د وشلو ښکار هر کله په سراغ شو