...

کامګار خټک

د بهار د ګلو دور راغی تېر شو
 خوږ ژوندون په عندليب زهر ګنډېر شو

د ماتم جامې اغوستې دي بلبلو
 چې زينت د باغ د ګلو په بل څېر شو

څه خوښي ده د بهار بلبلو کړې
 تر هغه يې په خزان کې اندوه ډېر شو

چې په مخ مې اوښې وينې سره درومي
 دا خوناب د زخمي زړه دی را برسېر شو

چې په زړه کې مې و ګنج د مينې ايښی
 تور ښامار د يار د زلفو ترې چاپېر شو

لوستی چا د يار د مخ ساده مصحف شو
 څه خو اوس آسان د خط په زور او زېر شو

چې د يار په څېر يو ښکلی پکې نه شته
 و کامګار ته پېښور لکه ګوالير شو