

کامګار خټک
په
بهار چې عدمه ګل موجود شو
بنفشه و یاسمن ته په سجود شو
په
لاله يې تمام باغ هسې ليده شي
ته به وايې بيا تازه اور د نمرود شو
په
موسم د نوبهار په ډېرو ګلو
درست چمن په سرو په سپينو زر اندود شو
کله
ګل په هوا سور لکه سليمان شو
چې بلبل په نوا سر لکه داود شو
بلبل
ځکه يو دم نه ځي له چمنه
چې د ګلو عمر څو ورځې معدود شو
که
بلبل و د خزان په لبنو سوی
په بهار يې بيا پوره د زړه مقصود شو
نرګس
ځکه سرنګون مراقبه دی
چې بلبل خطيب په څانګه د امرود شو
په
دا هسې رنګ بهار کې فلک ګوره
چې له ما سره کينه کاندي حسود شو
زه
په اور د يار د هجر لا وريتيږم
که په ګلو د بلبلو زړه خوشنود شو
عاشقۍ
که سرومال و ته ډېر زيان دی
دغه زيان ګوره زما تر نظر سود شو
که
په سترګو يې قدم کيږدي روا دی
چې کامګار په تا مين لکه محمود شو