...

کامګار خټک

د بڼو تير دې په زړه کې زما بند شو
 د مراد نخل په ښه مکان پيوند شو

په مالا مينې رڼا جهان تياره کړ
 په سپين مخ چې دې غبار د خط څرګند شو

تور ميږي به د خط منع ځنې نه شي
 چې تر خولې يې ستا د لبو د قند خوند شو

په جهان کې ښکلي ډېر دي دلبر ته يې
 څه شونی که نیشکر غوندې بند بند شو

نن په تا پسې له ما نه اول زغلي

 چې پرون د زاهدانو ما ته پند شو

د رقيب سره چې هسې اختلاط کړې
 در پوهيږم زما مرګ دې په زړه پسند شو

د دردمند په حال خبر بې دران نه وي
 په هغه زما سلام دی چې دردمند شو

پر ناحق څه دردسر کوې ناصحه
 چې و ما ته د تا پند د غوايي شخوند شو

اوس غمونه د هجران زغمه کامګاره
 چې په وصل د دلبر دې ډېر انند شو