...

کامګار خټک

مطلب بيا مومې غوښتونې د کام ورو ورو
 له دريابه ښکاري وکاږي کام ورو ورو

زمانه که دې په بند لکه نګين کا
 چاک سينه به دې شهره کاندي نام ورو ورو

ګران کارونه په تدبير سره آسان شي
 په نردبان ختل شي سر ته د بام ورو ورو

 له دښمن که زيردست وي هم ويريږه
 څرنګ وڅکې د شيشې وينې جام ورو ورو

هره ورځ به له مشرقه ځي مغرب ته
 چې آفتاب غوندې څوک کاندي خرام ورو ورو

دا تدبير و د پاخه جنون د عقل
 چې وحشي شول و مجنون و ته رام ورو ورو

د زړه راز که مې خواصو ته رنګ ووې
 ډېرو اوښکو مې خبر کړل عوام ورو ورو

وايي حسن ته زوال رسي له خطه
  نور د ورځې آخر درک کاندي شام ورو ورو

چې ليدلی يې جمال د دل آرام دی
 د کامګار له دله ووت آرام ورو ورو