

کامګار خټک
له
خاطره مې عشق يووړ تدبير ورو ورو
ديوانه شوم سزاوار د زنځير ورو ورو
صورتګر
چې ستا صورت په سترګو وليد
له خجلت يې ګړه څيرې تصوير ورو ورو
ستا
د حسن بادشاه ملک د کال واخيست
اوس به هند، دکن اخلي کشمير ورو ورو
د
يار مخ مې چې صفا لکه قمرو
د قضا کاتب پرې وکړو تحرير ورو ورو
د
يعقوب د زړه له شوقه خو خبر و
بيا په څه ته و کنعان ته بشير ورو ورو
چې
خنجر د مستو سترګو يې په لاس کړ
ډير عالم به که په جور تکبير ورو ورو
په
نارو دې پريشانيږي ګل بلبله
له دې پسه کړه په باغ کې نفير ورو ورو
که
په زړه کې د رانجا صبر شکيب وي
په خپل وصل به خوښ کړی و هير ورو ورو
د رباب اسباب که غوږ باسي هوښياره
هم څرګند له هجره راز کاندې زير ورو ورو
مګر
عار زما له مرګه کاندي ځکه
چې دا هسې که راتلنه تقدير ورو ورو
د
يار زلفې خط و خال سترګې رخسار دي
چې کامګار يې په بلا کړ امير ورو ورو