

کامګار خټک
ساقي
پاڅه رهګذر کړه په چمن
انتظار دې د ديدار لري سوسن
يو ځل
بيا جلوه ښکاره کړه په چمن کې
چې خجل دې تر عذار وشي سمن
د
شرين له لعلو کام حاصل پرويز کړ
په ځنګل کې له خواري مړ شو کوهکن
چې
د وروځو خيال يې تل لرم په زړه کې
ډېر ضعيف لکه هلال شوم په بدن
چې
چراغ يې د جمال راته ښکاره شه
پروانه غوندې اختيار شوم په سوختن
زه
يې تش په سترګو نه وينم له ورايه
له بدنه يې کام مومي پيرهن
که
دې سر له ما نه غوښت له تا مې دريغ که
بيا هاله و ما ته وايه دروغژن
که
په مينه کې يې ځان محوه کامګار کا
مګر هاله په لاس ور يې شي مين