...

کامګار خټک

هر زمان په هر ساعت خيال د مين
 په سينه کې مې څرخيږي لکه ستن

که پرون وي د مجنون هر لور خبرې
 په هر لور کيږي زما خبرې نن

که د پښو د تلو خاورې يې مونده شي
 هر بينا به شي زما لېمه لېچن

له نيستۍ سروې موندلې سرلويي ده
 خودي پرېباسي نښتر له بيخه ون

د هجران تر هسې لوی کمره پرېووت
 چې مې زړه ذره ذره شه لکه ژدن

شپه او ورځ په کې سرونه دي دليږي
 دا فلک دی په معنی لکه مېچن

د دنيا له غمه ځکه خلاص کامګار شه
 چې د زلفو غيل يې پرېووت په ګردن