...

کامګار خټک

هسې خوښ د عاشقۍ په محنت زه يم
 چې له ځان هم له جهان فراغت زه يم

زه به څرنګ کړم انکار د عشق له کاره
 چې هميش يې پرورده په نعمت زه يم

زه تنها د عشق په لار لکه آفتاب ځم
 محتاج کله د حمشت له شوکت زه يم

چې د يار د کوی په خاورو مې مقام دی
 له تختونو بې پروا د حشمت زه يم

قسمت هله ګوهر مومي چې غريب شي
 له وطنه ځکه سر په غربت زه يم

ساقي جام د ميو راکړه چې په هوش شم
 سرګردانه په خمار د هجرت زه يم

ناصحان دې نصيحت کاندي و ځانته
 خوښ د عشق په کوی کې پروت بې طاقت زه يم

چې مې سر و مال څه وو تر واړو تېر شوم
 چې خبر د لن تنا د آيت زه يم

د آشنا په عشق کې هسې بينوا شوم
 چې خندان د ولس کلی محلت زه يم

چې په يار پسې روغ ځان په اور کې سيځي
 په شګفت د هندوکې په ښه پت زه يم

يار ويل کامګار ناحق ګرزي بل لور ته
 هميشه ورسره ناست په خلوت زه يم