...

کامګار خټک

زه په عشق کې د خوبانو، تېر تر سر يم
 پروادار کله په زيان د سيم و زر يم

چې دلبر مې ښايسته لکه ليلی دی
 ځکه زه لکه مجنون په صحرا سر يم

ستا د مخ مانند مې و نه ليد په دور
 ګرځېدلی په هر ملک په هر کشور يم

چې مې اوښکې لارې لارې په مخ درومې
 نور څه نه دي ستا د خيال نهال پرور يم

چې د تا د ترکو سترګو دا مستي ده
 چې تر اوسه ژوندی ګرځم بختور يم

چې د عشق د مزري بريت مې په زړه لک شه
 زيړ لرزان لکه آفتاب د مازيګر يم

د کامګار د مينې راز به څرنګ پټ شي
 چې دايم مې وچې شونډې، لېمه تر يم