

کامګار خټک
هسې
رنګ هجر غوڅ کړی د صنم يم
چې حيران يې په ګنډلو د مرهم يم
چې
په هجر کې و نه مرمه له غمه
په رښتيا خپله ياره پورې ګرم يم
چې
د يار د در په خاورو مې مقام شو
اميدوار د راحتونو د ارم يم
لا
به کله د وصال آفتاب ښکاره شي
سر ګشته د جدایۍ په تورتم يم
سبا
بوی د هغه يار د زلفو راووړ
لکه ګل هسې تازه په دغه شم يم
مګر
خضر مدد وکا ځنې خلاص شم
ګنه سر تر پايه ډوب د غم په يم يم
چې
ګدای د يار په کوی باندې شوم ځکه
زه کامګار له بادشاهانو سره سم يم