

کامګار خټک
زه
چې هسې په خپل ځان باندې مين يم
د جانان دې په جانان باندې مين يم
د
هجران ثمر وصال د وصال هجر
تر وصاله په هجران باندې مين يم
که
مې هر څو په ملال کاته، زړه سکڼې
زه يې بيا په دوه چشمان باندې مين يم
چې
بنده يې شه آزاد له هره غمه
ستا د زلفو په زندان باندې مين يم
ما
له خپله لوريه مه شړه بل لور ته
زه بلبل يم په بوستان باندې مين يم
زما
زړه يې لکه ګوی يووړ له تنه
ستا د زلفو په چوګان باندې مين يم
د
ښادمنو تر سندرو چې يې وايي
د غمجنو په فغان باندې مين يم
له
جفا مې بل مطلب نه شته کامګاره
ستا د سترګو په باران باندې مين يم