

کامګار خټک
چې
د تا د در غلام يم
مشهور زه په خاص او عام يم
ياره
ستا په عاشقۍ کې
د مجنون غوندې تمام يم
مخ
دې نمر دی ورته ځکه
هندو طور په سلام يم
چې
ستا خيال لرم په زړه کې
ځکه دا رنګه شادکام يم
شوم
آزاد له ډېره غمه
چې بند ستا د عشق په دام يم
که
وحشي غوندې له خلکه
تښتم تا و ته خو رام يم
ستا
له هجره دلربا يه
تمام عمر خون آشام يم
روغ
به نه شم چې غوڅ شوی
ستا د سترګو په حسام يم
چې
له تا يم جدا شوی
بې قرار و بې آرام يم
شوم
بې نامه بې نشانه
چې خبر د عشق په نام يم
مهر
کړه په ما نګاره
دعاګوی دې صبح و شام يم
مينې
هسې بينوا کړم
چې خندا د کور و قام يم
زه
کامګار د سرای په کاڼو
ډير مين تر ملک د شام يم