

کامګار خټک
هسې
غرق د خپل آشنا په محبت يم
چې خبر نه په راحت نه په زحمت يم
شکر
شکر چې بل لور ته لاړ نه شوم
تمامي عمر د ښکليو په خدمت يم
ناصح
وې چې مينه مه کړه له دې پسه
حيران پاتې زه د ده په حماقت يم
د
دنيا مال و دولت مې په کار نه دی
زه توانګر د عاشقۍ په لوی دولت يم
هسې
مست يم په ساغر د يار د مينې
چې زهير کله د خلکو په تهمت يم
بې
له تا چې زيست روزګار کوم له خلکو
ياره تا ته زه هرګوره ملامت يم
چيرې
نه وې چې يې وباسې له دله
زه کامګار دې په جفا هميش عادت يم