...

کامګار خټک

که په مخ دې زلفې نه وای خم په خم
 حال به نه و زما زار درهم برهم

ستا د عشق له ډېره غمه هسې زيړ شوم
 لکه نمر شوم په تمام عالم علم

چې دې سرو شونډو ته ګورم حيرانيږم
 وايم اوس به تر روان شي دم په دم

لکه سرای چې يو زمان نه خالي کيږي
 ستا له لوري راځي، ما ته غم په غم

لکه زه چې ستا په کوی خوښ وخرم يم
 هومره نه و په دهلي خرم خرم

ستا د هجر له غمونو بې مثال شوم
 فرياد و نه کړم په زوره دم په دم

د چشمانو د غمزې خنجر يې ګوره
 چې يې زړه کړ د کامګار قلم قلم