...

کامګار خټک

چې د ښکليو د زنخ په هوس تللم
 حق ناحق به په کوهي کې پروتلم

د خوبانو مخ که بلې لمبې نه وي
 زه به ولې په آتش داسې سولم

چې ابرو د دلبرانو خدای ليندۍ کړل
 د مژګانو په ناوک يې وويشتلم

د محنت ډکې پيالې په عاشقۍ کې
 هر نفس يوه کښيږم، بله اخلم

نور عالم له هغه تښتي په ملکونو
 زه په زور ورځم د غم په خونه ملم

د وصال خضره رماد شه چې ترې خلاص شم

 او که نه وي سيند د وښکو ډوبولم

رقيبان دې زما هيڅ ښادي وزر کا
 چې دا هسې د آهونو غشي ولم

په مسجد کې ته مقيم اوسه زاهده
 زه ساقي و ميخانې ته وبللم

زه کامګار په عمر نه وتم له کوره
 خپلې مينې در په در وګرځولم