...

کامګار خټک

چې ليمه د يار په پښو باندې مښی نه شم
 ځکه مخ ته يې له شرمه کتی نه شم

که مې ګل چراغ د سترګو شي ډېر خوښ يم
 چې د ښکليو د مخ خط پرې لوستی نه شم

د غم سيخ مې هسې وخوت له ځيګره
  د آسيا غوندې له کوره وتی نه شم

اوښکې څرنګ کړم په سترګو کې حصارې

 په تالاو کې ځايه ولې ندی نه شم

آينه د نور له تا به اور اخلي
 سترګې ځکه ستا و مخ ته نیوی نه شم

که زه نه يم ستا د مخ په آتش سوی
 لکه سيند به ستا تر سره لوګی نه شم

زه ژوندی د يار په مينه يم ناصحه
 ستا په خوله له ځانه ګوتې راښکی نه شم

زه کامګار د مهرويانو له فراقه
 لکه نوې مياشت نرې شوم لیدی نه شم