

کامګار خټک
مه
کړه خدای چې ستا په بدو به ملال شم
بلکې څه يې سعادت ګڼم خوشحال شم
څوک
به هسې خوښ د يار په ليدل نه وي
لکه زه چې خوښ د تا د مخ په خيال شم
که
په زړه کې زر ګيلې لرم له تا نه
تا د وړاندې له ادبه په خوله لال شم
په
بدن کې مې د عشق نمر اثر دی
چې ګهې لکه قمر ګهې هلال شم
مشک
عنبر مې تر نظر شي تورې خاورې
چې ناظر د تا د مخ په خط و خال شم
چې
سپوږمۍ دا هسې نيمه نيمه کيږي
وايي دا چې ګوندې ستا د نيلي نال شم
هميشه
چې ويني تا، څه بختور وي
چې په کال کې دې زه ووينم نهال شم