...

کامګار خټک

که منصور غوندې په دار شم يا سنګسار شم
 نه به پاتې له دلدار شم نه پرې دار شم

چې يې ووينم په مخ تر نوبهار
 زه باران د نوبهار شم ګوهربار شم

ستا د حسن د چمن هزار داستان يم
 په فرياد لکه هزار شم بيا ترې زار شم

ستا جمال لکه آفتاب دی زه سيماب يم
 چې ناظر دې په ديدار شم ناقرار شم

چې بې ستا له زيبا مخه ژوندی پايم
 که تر تورو خاورو خوار شم لا دې خوار شم

که د سترګو په غمزه سره مې وژني
 رب دې نه کا قرار شم يا ويزار شم

صافي مې د عشق زړه هسې صفا کړه
 مخامخ چې د نګار شم درست نګار شم

د دلبرو خاص بنده زرخريدار يم
 که په نور عالم کامګار يم جهاندار شم