

کامګار خټک
ستا
زلفې په پښو باندې پرتې دي خم په خم
بيا خو نوبهار شو شپه او ورځ شول سره سم
کله
ستا په مخ باندې سبزه د خط ليده شي
زنګ په آينه پريوت زما د سترګو نم
حسن
د خوبانو زوال بيا مومي له خط
نمر مومي زوال چې سايه وړاندې کا قدم
ښکلی
غنمرنګ که ښايسته تر حورو نه دی
پريښی په غنم پسې جنت ولې آدم
تا
کړم په جفا سره خراب تر رقيبانو
سترګو ته تر خاره د ګل زيات رسي الم
زه
چې درسته شپه لکه نم ژاړم په هجران کې
ډکه شي لمن د ګل په اوښکو د شبنم
ستا
د عشق په توره زما زړه دی زخمي شوی
ولې باندې نه ږدې د خوږو شونډو مرهم
هر
څه په خوراک باندې کميږي نه پوهيږم
غم سبا بيګاه خورم لا زياتيږي، نه شو کم
کله
به لا مخ ورته ښکاره لکه چراغ کا
زړه د کامګار ورک شو ستا د زلفو په تورتم