...

کامګار خټک

ګوره څومره ظلم جور د دلبر وړم
 د غمونو د اندوه، پېټی په سر وړم

د يار هجر هسې رنګ کړم بې مجاله
 چې خبره نامزاد هر يوه وړم

چې خپل زړه منع کوم له عاشقۍ
 ګويا سيند له آتشه سمندر وړم

دُر د اوښکو په لمن کې تويومه
 پیشکشي به و دلدار ته دا ګوهر وړم

مګر نه دی محتسب راخبر شوی
 چې ښکاره په لاس د میو ډک ساغروړم

خود يې زلفې مشک عنبر دي نور به څه کا
 ورته ګوره له ختا مشک و عنبر وړم

مهرشان خوري هميشه د ځيګر غوښې
 ځکه زه ورته په غم کباب ځيګر وړم

د ناترس خاطر، له نرم شي نه ګرم
 هر زمان که ورته روی د پيغمبر وړم

زه کامګار چې توقع له هيچا نه کړم
 څه منت به د خاقان او د قيصر وړم