

کامګار خټک
که
د تا د سترګو مينې بيمار نه کړم
شپه او ورځ له درده ولې قرار نه کړم
ستا
د حسن ګلستان نه تازه کيږي
څو روان پکې د اوښکو جویبار نه کړم
که
نور ستا و کور ته راشي هله وايه
که په کاڼو يې دستور و سنګسار نه کړم
دواړه
سترګې به ترې نه کړم ښکته پورته
څو خالونه کسي ستا د رخسار نه کړم
نمونځ
مې نه شي ستا د ووځيو په محراب کې
څو په غاړه ستا د زلفو زنار نه کړم
که
په وار سره وصال د يار مونده شي
له ما صبر مينې رانيو، وار نه کړم
که
د مخ شمع ښکاره کړې ګومان مه کړه
چې پتنګ غوندې په ځان ځنې زار نه کړم
ستا
د مخ خيال مې په غم له دله يوسي
که چاپير تر ستا د زلفو ښارما نه کړم
که
جفا کړې که وفا کړې واک دې خپل دی
هيڅ مانه له تا دلبره کامګار نه کړم