...

کامګار خټک

که په ياد د دلبر زلفې تور چشمان کړم
 په لمبو د آه کبود مخ د آسمان کړم

هجر نه دی هسې اور را لګولی
 چې يې مړ د ډېرو اوښيو په باران کړم

ماهرويان يې په نظر پاره پاره کړم
 که ځان هر څوک پټ د صبر په کتان کړم

د ژوندون قدر به په څه و، که مرګ نه وي
 زه په قدر د وصال خبر هجران کړم

و کنار ته مې د وصل رسد نه شي
 که د اوښکو په درياب کې لاهو ځان کړم

لا په ټکي د خال نه وم پوهيدلی
 ستا د مخ د خط حرفونو قرآن خوان کړم

هميشه دې د فکرت په درياب ډوب يم
 چې دا خوله ده که ويښته دی که ګومان کړم

له دې خپله بخته هومره مدد غواړم
 چې دې ډک په بوسه چاه د زنخدان کړم

که په کور دننه ناست لکه نګين يم
 ولې چاک د زړه بدنام په درست جهان کړم

تر قيامته بيا په ما باندې اوبه شه
 که د تا د لاس د زخم څه درمان کړم

زه کامګار چې دې شپه نه مومم د وصل
 لکه صبح په پاره خپل ګريبان کړم