...

کامګار خټک

که دا تور کسي سياهي باڼه قلم کړم
 مګر ها له ستا د مخ وصف رقم کړم

ستا د مخ وصف به نه شي تر پايانه
 که قلم غوندې له سره ساز قلم کړم

که څوک ستا د مخ او زلفو مثال غواړي
 ورځ او شپه بويه چې واړه سره ضم کړم

په جبين باندې چې نقش د چين وشي
 مشک د چين چې ستا له زلفو سره سم کړم

د غم غم د هغه کاندي چې خوشحال وي
 زه مدام غمجين به ولې د غم، غم کړم

په توبه زما ناصح کله باور کا
 په مصحف که ستا د مخ ورته قسم کړم

لا د هجر له ګوشماله نه خلاصيږم
 که د چنګ غوندې وچ تن خالي شکم کړم

په ژړا ژړا مې اوښکې نه وچيږي
 په دا دوه ولې لوی بحر څرنګ کم کړم

د وصال نمر ته مې دوه سترګې څلور شوې
 زه کامګار چې به د هجر په تورتم کړم