

کامګار خټک
زه
چې هسې واويلا کړم
آه فرياد نارې ژړا کړم
کشتن
غواړم ستا له لاسه
زه چې شپه او ورځ دعا کړم
په
ما هيڅوک خبر نه و
خپلو
اوښکو زه رسوا کړم
مرور يې نه پوهيږم
چې په څه به دې پخلا کړم
چې
زما څه سر و مال شته
همګي به زار تر تا کړم
ما
خو خپله رضا پريښوه
واړه کار ستا په رضا کړم
ما
په خپله ځان بندي کړ
اوس به څه منت په چا کړم
زړه
هر ګوره بد سرکش يې
بې اختياره واړه تا کړم
عاشقي
توره بلا ده
تا آخته په دا بلا کړم
عمر
تېر شو لا تېر اوسه
ستا د وصل تمنا کړم
سن
زر سل درې کم څلوېښت دی
چې زه دا تازه انشا کړم
زه
کامګار لکه بلبل يم
تل د ګلو تماشا کړم