

کامګار خټک
که
دلبر په مخ تر ګل رنګين لرم
زړه يې سنګ دی ځکه زړه غمګين لرم
په
يوه غمزه د يار د تورو سترګو
زړه مې بايلو انديښنه د دين لرم
چې
ځان سيځم د دلبر د مخ په شمع
زه هم درست د پروانه آئين لرم
اساني
د تن عاشق ته نه جوړيږي
خار و خس هميش د سر بالين لرم
چې
حاجت لرم د چين په ښايسته وو
چې په مخ د زلفو چين د وروځو چين لرم
د
آهو نافه زما کله په کار ده
په جبين د يار تور خال مشکين لرم
د
فرهاد غوندې به ځان په عشق کې بايلم
ګرفتار چې زړه په تا شيرين لرم
عاقبت
په دې آثر په خاطر وکه
په ژړا د نيمو شپو یقين لرم
د
شک وتر مې واړه خپل کړه ته به وايې
چې په لاس د سليمان نګين لرم
په
باطن کې کيخسرو د زمانې يم
که ظاهر صورت لباس پشمين لرم
دلرباوې
که شاهان مې خريدار شي
خوښ تر واړو زه کامګار مسکين لرم