

رحمان بابا
په نظر د بې بصر
لکه شام هسې سحر
لکه شام هسې سحر
لکه سنګ هسې ګوهر
لکه سنګ هسې ګوهر
لکه خاورې هسې زر
لکه خاورې هسې زر
لکه خير هسې شر
په نظر يې معلومېږي
همه واړه برابر
که څوک ښه ورسره وکا
تر بدۍ يې وي بتر
که څوک بد ورسره وکا
تر نيکۍ يې وي بهتر
نه په بد ويل زهير وي
نه پر ښه وي د چا زبر
په ثواب او په خطا يې
نه دليل وي نه نظر
نه اګاه په خپل بهبود وي
نه اګاه په خپل ضرر
نه په عيب څه پوهېږي
نه پوهېږي په هنر
لکه ړوند او کوڼ چې ګورې
هسې هيڅ نه وي خبر
له طاعته له ګناهه
څه خبر وي ځناور
ځناورو نور څه نه زده
يا يې رغښت وي يا يې څر
دا خو ته يې زما نفسه
چې دې زه کړم کور و کر
تمام ووتی له عقله
په دنيا پسې اوتر
نه دې فرض د خدای ادا کړه
نه سنت د پېغمبر
نه دې مرګ په زړه کې ياد وي
نه خوارۍ دې د محشر
اوده پروت يې دا دې نه زده
چې په خوا لرم سفر
په هر دم درڅخه درومي
که پوهېږي دا بشر
هغه تور وېښته دې څه شول؟
چې هم مښک ووهم عنبر
هغه قد دې مجنون بيد شو
چې چنار و هم نښتر
تن دې درست زېر و زبر شو
زړه دې نه شو لر و بر
تر پنجاوشسته تېر شوې
ته لا ځان بولې پسر
نه دې ترس شي نه دې ويره
نه په زره باندې اثر
بل به نه وي له که ته يې
هسې شوخ او ځيګرور
په غفلت دې عمر تېر کړ
نه رهرو شوې نه رهبر
عبادت دې په ريا شو
لکه ډک په لاکو زر
لکه قلب نا سره مهر
پټ په زرو کې حجر
لکه زړی په مېوه کې
درون سنګ بېرون ثمر
لکه پټ وي په دانه کې
سل اغزيه د شجر
لکه سحر چې بر پای کا
سحرګر او جادوګر
لکه تش صورت بې روحه
چې تصوير کا مصور
که تش کډو بې مغزه
ميان خالي وي تن پرور
لکه بې لاسه لستوڼی
سر تر پايه پای تر سر
لکه ټګ او دغه باز وي
په مرغانو کې ډګر
لکه بې نمکه ناوې
چې په سرکاندي ميزر
ترميزر لاندې چا څه زده
چې دختر دی که مادر
نه يې حسن نه جمال سي
غولوي خلق په زېور
هسې له هسې فريبانو
لکه زوړند چاو د کمر
نيم په مځکه کې د ننه
نيم په سر وي لکه نغر
په دستار کې يې مسواک وي
تر بغل لاندې خنجر
په ايرو کې پټ بڅری
په وښو کې پټ ژور
په شپه وينې د مظلوم خورې
سبا کېني په ممبر
په زړه تور لکه تبۍ وي
په مخ سپين لکه قمر
د دنيا په طلب ګرځي
خپل ځان بولي قلندر
کليمه په ژبه وايي
په زړه نه لري باور
په مثال د منافقو
نه مسلم وي نه کافر
نه مسلم سي نه کافر وي
نه پخلا نه مرور
پرېشان ګرځي سر وهلی
کوی په کوی او در په در
همېشه رفت و امد کا
د زردارو په ګذر
په کوڅه د دنيا دارو
ګو خورګي کا لکه خر
اورنګ زېب هم يو فقير و
چې ټوپۍ يې وه په سر
و ټوپۍ و ته يې شا کړه
چې قادر شو په افسر
خو يې هومره فقيري وه
چې څه نه وو ميسر
چې فلک يې ياري وکړه
نور يې ملک کړ مسخر
ګوره څه چارې يې وکړې
په عيال د خپل پدر
وار په وار يې ترتيغ تېرکړ
د خورم تمام ټبر
يو ټبر د خورم څه و
ډېر عالم يې کړ ټبر
تمامي جهان يې ونغړد
چې يې لاس شا باندې بر
په فريب فريب يې خپل کړ
بيجاپور او بهانګر
بيجاپور او بهانګر څه وو
لا جنجی او جنجاور
هم يې هند په ډکه واخيست
هم کابل هم پېښور
بيا يې ذکر شو په زړه کې
بادشاهي د هفت کشور
له حرصه ورته هيڅ شوه
هم دارا هم سکندر
خيال يې دا و په خاطر کې
چې به خپل کړم بحر و بر
باري ورځ ورڅخه لاړه
وخت پرې راغی مازديګر
نه يې مراد د زړه حاصل شو
نه يې يخ کړ خپل ټټر
همګي شوه ځنې پاتې
که يې ملک و که لښکر
خالي لاس له دنيا ووت
لکه عين دروېزګر
له دنيا يې هيڅ يو نه وړه
مګر شو يې يو څادر
خوار حيران په ځمکه پرېووت
بې بالين او بې بستر
نه پوزی شو ترې دلاندې
نه تر لاندې شو ټغر
د بڼې په څېر خفيف شو
چې ثقيل و لکه غر
د سېلاب په مخ کې لاړ شو
لکه خس او يا وزر
حق يې پاتې په ګردن شو
د سپاهي او د چا کسر
اوس يې زه په روح دعا کړم
که يې خدای کا بهرور
حق تعالي يې په نصيب کړه
شېرين حوض د کوثر
د جنت په خوشبويۍ يې
خدای دماغ کړه معطر
په درست هند باندې يې حق و
هند يو شپه وه دی يو لمر
د دې لمر په روښنايۍ
تمام هند و منور
په رڼا يې خلقو زيست کړ
نه څه خوف و نه خطر
خو چې مخ يې په غروب کړ
نور پيدا شو شور و شر
چې په نام د اورنګ زيب و
وخوړ ګاو هغه دفتر
اوس نوبت د شاه عالم دی
دور طور شو ديګر
خدای زده څه باندې شي پېښه
چې عاشور شي که اختر
رنګارنګه بازي کاندي
چا اسمان دی بازيګر
ګهې تلخ شي لکه زهر
ګاه شيرين لکه شکر
چې څه وشوه هغه وشوه
لا به کېږي مقدر
ما خو نوم د اورنګ واخست
دا احوال دی د هرهر
هر سړی د خپلې خونې
هم بادشاه دی هم سرور
هر چې اهل د دنيا دي
واړه هسې دي اکثر
دا بيان دور دراز و
رحمان وکړ مختصر