

رحمان بابا
هغه دم چې زړه ملال شي
يو ساعت ورباندې کال شي
حيران تللی وي په فکر
فراموش يې قيل و قال شي
نه يې ګفت نه يې شنود وي
په غوږ کوڼ په ژبه لال شي
نه جواب و چا ته کاندي
نه يې غوږ د چا په سوال شي
علم عقل ځنې پاڅي
درست صورت يې خوب و خيال شي
په رڼو سترګو اوده وي
لکه نقش د ديوال شي
قوت يې وينې د ځګر وي
هم دغه يې اشتغال شي
د چشمانو له بارانه
په رخسار يې پشکال شي
په سبب د عاشقۍ
تېر تر ال و تر عيال شي
هم تر ال و تر عياله
هم تر مال و تر منال شي
په خپل درد و په خپل غم کې
تر عالمه فارغ بال شي
نه طاقت نه يې مجال وي
بې طاقت و بې مجال شي
که ژوندی وي په جهان کې
د مرده و په مثال شي
په خشکۍ کې ماهی ګوره
هسې بې تېغه حلال شي
پاڅېدی نه شي له ځايه
په زړه غوڅ په تن کهال شي
د ويشتليو په څير يون کا
له کل خلقو په دنبال شي
لکه خس د لويې لارې
تر قدم لاندې پايمال شي
خدای له غمه سړی ژغوره
بيا لا بويه چې خوشحال شي
چې د زړه ولې شي غوڅي
نور ژوندون يې په اشکال شي
د باغبان سترګې کا سپيني
چې تازه نخل نهال شي
روئيدن د کښت اسان دی
پرورش يې ډ ېر جنجال شي
ويراني په يوه دم شي
وداني په ډېر اشکال شي
چې پلار ومري بياله بويه
چې يې زوی باکمال شي
څوک خبر دی له دې دوره
چې په ما به پېښ څه حال شي
چې په حال کې يې حال نه وي
څه اميد په استقبال شي
د يوه ساعت له مخه
خدای زده څه رنګ به احوال شي
د دنيا چارې فاني دي
رفت امد يې په يرغال شي
په مثال کې لکه سوري
خوار و شاد د هر ديوال شي
اعتبار په اوبو مه کړه
چې استاد ېې په غربال شي
د بڼو په ځنبول کې
شال شړې کا شړۍ شال شي
که بادشاه د ولايت وي
کنډولی په لاس ګنګال شي
په ثواب يې مه نازيږه
په يوه ساعت وبال شي
په کمال یې مه نازېږه
په يوه ګړۍ زوال شي
د هاتيانو سوداګر وي
بيا د ګاو و خر دلال شي
جوهري وي جوهر پلوري
خاورې اغږي کلال شي
کلالي و ګل کاري کا
فروشنده د مات صفال شي
په هستۍ کې يې اشراف وي
په نيستۍ کې يې اوزال شي
د ځوانۍ په وقت کې شير وي
د پيرۍ په وقت شغال شي
چې مشهور په صداقت وي
پوچ ګويي واخلي بطال شي
محتسب وي احتساب کا
کوټوالي واخلي کوټوال شي
نيکوکار وي نيک عمل کړي
بد کردار و بد افعال شي
سرنوشت د سړي خپل دی
يو عيسی وي بل دجال شي
چې نيک بخت وي نيکوئي کا
چې بدبخت وي بد سګال شي
لاس و پښې د هغه نيسه
چې خوښخويه خوش خصال شي
په هجران کې نااميد مه شه
خدای قادر دی که وصال شي
په حرامو کې اميد کړه
ګوندې مخ دې په حلال شي
کافر وباسي له کفره
په يوه ساعت ابدال شي
تور بهتر کاندي تر سپينو
په سپين مخ باندې تور خال شي
ارزومند د يوه خس وي
خداوند د ملک و مال شي
چې سيالي يې کرې نه وي
له سيالانو سره سيال شي
په ډېر عمر منفصل وي
په ساعت کې اتصال شي
ممکنات به منع نه کا
که څوک سل ځله سنبال شي
چې د خدای رضا شي پېښه
رمل پاتي د رمال شي
فال به څه ګورې رحمانه
خپل افعال د سړي فال شي