

رحمان بابا
هر چې کښت يې په باران و په سيلاب وي
د هغو عمر به واړه په عذاب وي
هغه ملک چې په کې سيند و رود بار نه وي
دهقانان به يې همه خانه خراب وي
و اسمان ته بې سترګې وي ختلي
د باران له انتظاره به بې خواب وي
لکه څوک چې کړوي يې په کرهۍ کې
د هغه ماهي په طور به کباب وي
لا به کله بارانونه پرې نزول شي
چې نخل و زراعت په يې سيراب وي
هميشه له خدايه خواست د اوبو کاندي
که يې چرې خواست په عمر مستجاب وي
لکه تل چې يې په زوږ د ابو غوږ وي
همره غوږ يې نه په چنګ نه په رباب وي
که همه عمر باران ور باندې ووري
لا ګرمي يې په صورت کې د افتاب وي
د ګرمۍ و د خشکۍ له دهشته
د افتاب په څير ګمان يې په ماهتاب وي
د اوبو له ډېرې ډېرې قيمتۍ نه
لرګي لوښي يې مردار په منجلاب وي
فرق د پاکو د ناپاکو اوبو نه کړي
که اوبه يې ګډې وډې په پيشاب وي
د ابو په غلا چې ورشي نه جار ووزي
که ساکن د خانقاه او د محراب وي
د اوبو په ويش چې ورشي انصاف نه کا
که په لاس يې ورقونه د کتاب وي
د ابو ثواب يې نه کېږي له لاسه
که په کوټ اوبو يې عين د حج ثواب وي
د باران اميد يې نه کېږي له خدايه
که يې شپه و ورځ په سر باندې سحاب وي
پليتي به يې له تنه څه رنګ درومي
چې اوبه په کې نايابي تر ګلاب وي
هيڅ يې مه پوښته له غسله له اودسه
چې يو څاڅکې پرې ګوهر غوندې ناياب وي
په سبب د ډېره ډېره تيممه
هميشه يې سپيره ږيره په تراب وي
د للمي سړی په مخ کې وي اب چري
هغه کلی چې بې اب وي خو بې اب وي
په ابۍ کې لاهم وي خونه ويرانه
هغه کلی چې د بل کلي پايناب وي
يو به ني سي هيڅ بری له سري ورخه
د پايناب سړي که زوی هم د ارباب وي
سم حساب له عزيزانو کله مومي
تل تر تله يې د بل لاندې حساب وي
نه طاقت د بد ويل لري نه صبر
لکه مار په ملا وهلی پيچ و تاب وي
نه يې مرګ نه يې قتنه له لاسه کېږي
لاس تړلی د خپل شرم په طناب وي
چې يې زيست يا يې روزګار په تحمل شي
هميشه يې له بدۍ اجتناب وي
که يوه بده وينا يې له خولې ووزي
هغه دم يې په خپل ځان باندې عتاب وي
هسې شان سړی تيری ورباندې وکړي
چې په عمر نه د سوال نه د ځواب وي
همسايه يې چريکار و پښتانه شي
او په اصل به موچې يا به قصاب وي
ملايم ويل اثر ورباندې نه کړي
چې په زړه کې يې نه شرم نه حجاب وي
لکه ديو وي د سړيو په صورت شي
ته ګمان کړې چې سړی دي دي دواب وي
په هيڅ رنګ له بده خويه نه جار ووزي
هسې مست د جاهلۍ په شراب وي
چې اشراف د هسې خرسو په لاس کيوزي
ترو خلاصي به يې له خونه په کوم باب وي
هسې رزق دې خدای هيچا لره ور نه کا
که به رزق د چا په هسې رنګ اسباب وي
تر دا هسې زميندارو هغه ښه دی
چې نوکر د يوه تور کافر کلاب وي
نوکري د يوه سپي ور لره ښه ده
هغه پرېږده چې لا نوم يې د نواب وي
د خشکۍ له غمه قوم د رحمان خوښ دی
که رفتن يې له جهانه په شتاب وي