

رحمان بابا
چې پخته شي اشنايي
تر ميان ووزي جدايي
و طالب و ته وفا شي
د مطلوب بې وفا يي
بادشاهي کاندي بدله
د ديدن په ګدايي
خاني پلوري په اوربشو
ميرزايي په ميرزايي
نظر نه کاندي هيچرې
په لويي په بډايي
ورته کفر څرګندېږې
خود بيني او خودرايي
خودرايي پي عاشقي کې
له عاشقه نه ښايي
معشوقې که بې وفا دي
عاشقان خو يې ستايي
غوږ يې کوڼ سترګې ړندې وي
د خپل يار په خطايي
که يې کړي وي سل علمه
هم ديني هم دنيايي
همه واړه فراموش کا
چې پرې ورشي شيدايي
و مطلب ته نه رسېږي
په شيخي او ملايي
اواره ننګ و ناموس کا
په سر واخلي رسوايي
تر ناموسه ورته به شي
بې ننګي بې نوايي
هره چار يې په اخلاص وي
نه په روی و ريايي
قبلوي په دواړو سترګو
هر چې يار پرې فرمايي
نصيحت پرې اثر نه کا
که څوک سل ځله وايي
فايده نه لري په عشق کې
د دانو دانايي
مشکل کار د عاشقۍ
اسان چرې دی بايي
دغه کارکولی نه شي
هر کم فهم کجايي
هر کم بخت يې کله مومي
د دلبرو همتايي
څه په کسب مونده نه شي
دغه کار دی عطايي
چې د عشق په لومه کښېوزي
نور يې نه دی رهايي
بې د يار له مخه نه شي
د عاشق دلکشايي
دخپل يار په طلب ګرزي
غاړې غرونه پيمايي
له عالمه وي وتلی
لکه صيد صحرايي
تل تر تله يې وطن دی
ګوشه کنج و تنهايي
مدام سوي لوغړن وي
د خپل اه په ګرمايي
هر زمان يې په اور نيسي
د خپل يار تمنايي
نه يي ملک و نه يې مال وي
نه يې زهد پارسايي
په دا هسې ګرانو چارو
معشوقه يې ازمايي
په يوه ديدن ترې يوسي
د درست عمر کمايي
هم هغسې رنګه وژني
ياره ستا بې وفايي
چې په زړه کړم زړه مې وچوي
دغه ستا خود نمايي
هم خودي لري بې قياسه
هم د حسن زيبايي
ضرر نه لري بې نفع
ستا د ميني سودايي
ستا سودا ما لره سود دی
حق به وايمه خدايي
په هيڅ مخ کې ليده نه شي
ستا د حسن صفايي
نمر به څه له تا سيالي کا
په دا بې سر و پايي
ادراک نه رسي د سر وي
ستا د قد په رعنايي
لکه ستا چې قد بالا دی
نشته هسې بالايي
که د ستا وصال د وريا وي
زه ماهی يم دريايي
د مګسو زندګي ده
په دکان د حلوايي
زه طوطي شکر پرست يم
د ستا شونډې ميټايي
دا ګمان په رحمان مه کړه
چې بې تا وپايي