

رحمان بابا
په نامه د هغه خدای مې دا بيان دی
چې يو نوم يې په نومونو کې سبحان دی
هم بادشاه دی د جمله و بادشاهونو
هم د هر يوه سلطان په سر سلطان دی
هغه کار چې و هر چا و ته مشکل وي
هغه کار واړه و ده و ته اسان دی
څوک افتاب شي په اسمان را خيژولی
ده افتاب را خيژولی په اسمان دی
څوک د نمر په مخ حجاب شي غوړولی
ده پټ کړی نمر په ابر کې پنهان دی
څوک په شپه کې شي مهتاب پيدا کولی
ده په شپه کې پيدا کړی ماه تابان دی
څوک يو څاڅکې پرې يستی شي له اسمانه
نزول کړی ده په مونږ باندې باران دی
څوک شي روح نيستي په يوه ماشي
ژوندي کړي ده په روح تمام جهان دی
څوک و سنګ شي رنګ د ګلو ور کولی
ده و سنګ ورکړی رنګ د ارغوان دی
څوک له خاورو شي يو ګل پيدا کولی
ده له خاورو پيدا کړی ګلستان دی
څوک له سنګه شي ګوهر پيدا کولی
ده له سنګه پيدا کړی در مرجان دی
څوک شي رزق و هر مخلوق ته رسولی
دی د هر يوه مخلوق روزي رسان دی
څوک بنده لره ايمان شي ور کولی
ده ورکړی هر مومن لره ايمان دی
څوک له زمکې و اسمان ته شي ختلی
ده عيسی لره ورکړی دا مکان دی
څوک له خدای سره خبرې شي کولی
ده موسی مشرف کړی په دا شان دی
څوک ايښو دی په توسن د اسمان زين شي
ايښی ده په هوا تخت د سليمان دی
څوک په سپينه ږيره پايي تر قيامته
ده په خضر باندې کړی دا احسان دی
چې په ده شي هغه کار په هيچا نه شي
هر توانا د ده تر توان پورې ناتوان دی
په اوبو کې يې د کاڼو ګوټ پيدا کړ
ده ورکړی په کې اور لره مکان دی
په سجود يې زمکې سر دی لګولی
هم يې زوړند په رکوع سره اسمان دی
هر ونه په قيام ورته ولاړه
هر ګياه يې په تسبيح سره زبان دی
همه واړه په تسبيح د ده مشغول دي
که ملک دی که پيری دی که انسان دی
هر ماهی يې په درياب کې حمد وايي
هر مرغه يې په چمن کې ثناخوان دی
حق په حق يې هيچا نه ده ثنا کړې
نه له هيچا واقع شوی دا بيان دی
مخلوقاتو هسې نه دي پيژاندلی
لکه ده څخه چې قدر د خپل ځان دی
حد پايان يې هيڅ سړي موندلی نه دی
معرفت ېې هسې بحر بې پايان دی
نه يې زيان نه يې زوال نه يې نقصان شته
دی بې زيانه بې زواله بې نقصان دی
نه يې مثل نه مثال نه يې مکان شته
دی بې مثله بې مثاله بې مکان دی
پاک يې وګڼه بې شکه بې ګمانه
له هغه چې د چا شک د چا ګمان دی
نه يې څوک په سترګو ويني نه ليده شي
او بې چونه بې چګونه نمايان دی
که څوک وايي ليده نه شي ليده نه شي
او که وايي و هر چا و ته عيان دی
منزه دی له جمله و جهتونو
او بيا هر جهت په ده باندې ودان دی
له زرګونو صفتونو راشه ګوره
چې يې کړی نيم صفت عبدالرحمن دی