...

رحمان بابا

ډېر ياران وو د ګل خان و جمال خان

پکار نه شه يو په وقت د زارستان

د همه واړو يارانو مخ دې تور شي

که به څوک وبله ياري کا په دا شان

چې يو يار په سوري پروت وي بل په اور کې

و هغو ته به څوک څه وايي ياران

هيڅ تعريف مې په دا ژبه وايه نه شي

صد رحمت شه په يارۍ د ګل خان

تر دا پورته د يارۍ شرطونه څه وي

چې په اور کې دواړه وسوزي يکسان 

چې له اله له اولاده سره وسول

خدای دې نه کا څوک دا هسې مظلومان

چې په اور کې يو د بل دپاره سوزي

مال ليدلي نه وو هسې مخلصان

څه رنګ شوخ و هغه اور و هغه خلق

چې يې مړ نه کړ د اوښو په ياران

الغياث دی الغياث دی الغياث دی

چې انسان کا هسې ظلم په انسان

د نمرود چارې مې وليدې په سترګو

چې يې اچول و اور ته نبيان

هم دې زمکې هم اسمان ته تعجب کړم

چې نه زمکه په نارو شوه نه اسمان

هم دې لويو لويو غرونو ته حيران يم

چې و نه لوښته له ويخه سر غلطان

له دې خپله سپيه نفسه مې زړه بد شي

چې اوبه څکې يا خواړه خوري په جهان

عالم وايي چې قيامت به په جمعه وي

وليد ما په يکشنبه په دا دوران

هزار حيف دی چې دا هسې رنګه چارې

واقع کېږي د دنيا په سود و زيان

په عيسی و په دجال کې ګناه نشته

دا مکرونه دي د نفس و د شينطان

عزيزان يې خپله ووژل پخپله

دا همه واړه تقدير دي د سجان

هسې نه چې دا يې وکړه نور به نه کړي

چې يې زړه شي هغه کاندي بادشاهان

شاه عالم اعظم وګوره چې يې سخا کړ

په خونونو واړه ملک د هندوستان

و دارا و اورنګ زيب و ته حيران شم

چې يې څه چارې واقع شولې تر ميان

د حسن حسين غزا دي څوک په زړه کا

چې همه واړه په تيغ شو شهيدان

د دوی غوښي اوښو وينو رغړولې

بې حسابه هسې خلق شه طوفان

هر چې اهل د دنيا دې حال يې دا دي

که سړی دي که پيری دي که حيوان

ادم زاد په زمکه يو بل سره وژني

په درياب کې وبله غوښي خوري ماهيان

لکه غوښي چې ماهيان خوري په درياب کې

په هوا کې هم دغه کاندي مرغان

خزنده و پرنده دې د دې دهر

همه واړه يو تر بل مشت و ګريبان

مراداري د دې دنيا خو هم دغه ده

ځکه بيرته ځني ګرزي درويشان

مکاري د زمانې څه همره نه ده

چې رحمان يې چا ته وکاندي بيان