

رحمان بابا
ستا جفا د حد په هورته ده صنمه
تل مې اوښي موج وهي د زړه له يمه
څو به پټه دا قصه اوسي پنهمه
هسې ډوب په فکر تللی يم له غمه
نه پوهېږم چې په غره يم که په سمه
که خبرې وي له دې هسې رنګ خوارۍ
ما به نوم اخيستی نه و د يارۍ
ستا د غم په درياب ډوب يم تر مرۍ
بې تا نه لرم هيڅوک د دستګيرۍ
مګر ته پخپله لاس را کړې همدمه
ما وې نور به اشنايي له هيچا نه کړم
هم په دا رنګه مې نيت و باري څه کړم
د قسمت علاج په چا شي چې يې زه کړم
که په سل رنګه تالاش و تدبير وکړم
خلاصی نه موم له لوحه له قلمه
خوبرويان که بې وفا دي خو هم وړه دي
عاشقان که وفا دار دي خو هم پړه دي
ستا له غمه هر چې دي زما په زړه دي
اوس به حال و چا ته څه وايم چې څه دي
غرض دا دی چې زه ګرم يم ته ناګرمه
يو خو د چې په صورت يې پريرويه
هم په خوی و په خصلت فرشته خويه
هم په قد و په قامت هر ګوره لويه
بيا به نه مومي څوک تا غوندي دل جويه
که يې غواړي په هژده هزار عالمه
ستا له غمه زه په ځان کړم هسې چارې
چې دښنه يې وبله نه کا ګلعذاري
ته په څه سبب زما دل ازاري
دا زما ګناه را وښيه دلداري
چې توبه کړم نصوحا غوندې محکمه
لاس تر غاړه د رقيب سره خندا کړې
چې ما ووينې له قصده راته شاکړې
خدای يې ويني هغه چارې چې په ما کړې
تر ابدي ورځي پورې به جفا کړې
که به کله وجار ووزې له ستمه
تا چې هسې بې نيازي د ځان توښه کړه
په عاشق دې د خندا زمکه متره کړه
بيا دې ورځ په غريبانو تور ه شپه کره
نور دا هسې د جفا خويونه مه کره
خلقه به دې له جوره شي برهمه
ستا زما له مينې هر څوک خبرداردي
دا خبرې کوراکور په هر ديار دي
چې فلانا فلانا سړی سره دوستدار دي
اوس په بيرته چار واته و ما ته عار دي
چې رسوا شوم تر عرب و تر عجمه
هغه ژوي چې په تا باندې مين وي
په وګړي به رسوا لکه کوهکن وي
هميشه انګشت نما په مرد و زن وي
چې دا نښې په کې نه وي دروغژن وي
که په هره ګړۍ خوري هزار قسمه
نشانه د عاشقانو اول دا ده
چې مدام يې سريکار وي له فرياده
تل نامه د بدنامۍ وي پرې زباده
نه ويرېږي له پيغوره له اهداده
بې د يار د جدايۍ له ماتمه
هر چې زړه يې مبتلا شي په بتانو
زيست يې نه شي يو ساعت بې مهرويانو
که څوک ورکړي بادشاهي د بادشاهانو
په نسبت د هغو سيويو سوختګانو
دا متاع د ه تر يوه خسړي کمه
که سليمان غوندې مسند يې په هوا وي
په سبب د عاشقۍ به خاک يا وي
هميشه به په فرياد و په غوغا وي
چې دا هسې نشانې په کې پيدا وي
ترو هاله پرې عاشقي ده مسلمه
عاشقي دې هيڅوک نه ګڼي اسانه
دا خبره ده له حده په هورته ګرناه
وصال نه دی چا موندلی بې هجرانه
ته له ځان سره اټکل وکړه رحمانه
په دنيا کې ښادي چرې ده بې غمه