...

رحمان بابا

په ځوانۍ کې بد دماغه بدګمان يې

چې پيري درباندې در شي بيا ناتوان يې

که په دا دې زړه ښه کېږي دا خو نشته

چې به هم تر ډېره ژوې هم به ځوان يې

چې هرګز دې په لاس نه دي کښېوتونی

بېهوده د دهغو چارو په ارمان يې

چې بې خدايه زړه تړې په نور څه پورې

هم په خدای هسې باور کړه چې ناتوان يې

هسې رنګ دې و هغه جهان ته شا کړه

ګویا تل به مستقیم په دا جهان یې

همره سر دې و خپل خدای و ته ټيټ نه دی

لکه ټيټ په لور د خان و د سلطان يې

يوه شپه په طاعت نه شې روڼولی

هره شپه په مال و ملک پسې پاسبان يې

په تسبيح دې تانده ژبه وچ لرګی شه

پوچ ګويۍ لره بلبل غوندې ګويان يې

و نمانځه ته چې نمر خيژي هاله پاڅي

په قلبه پسې په نيمه شپه روان يې

اوداسه لره کوزه اخيستی نه شي

چې په لو او په لور ورشې پهلوان يې

پټې سترګې لکه سور په کاڼۍ ګرزې

که پريوزې و کوهي و ته روان يې

پښيماني تر پښيمانۍ لا پخوا بويه

نه هغه چې بيا په تير ساعت پښيمان دې

د هلک په څير به لاس اچوې اور ته

نه خبر په خپل بهبود نه په نقصان يې

چې و بل ته نصيحت کا ځان يې هير وي

نور څوک نه دی هغه ته عبدالرحمن يې