

رحمان بابا
ستا د مينې ګوهر نشته په هر اب کښې
مګر بيا موند شي د اوښه په درياب کښې
که ته وينې زما پټي څښې دلبره
رنګ د لبو دي ګواهي لي په دا باب کښې
په هر ځای چې ستا د لبو نوم اغاز شي
د لاله و بارن اوري په احباب کښې
له خسته زړونه به څه دلستاني کا
د خراج ګنجايش نشته په خراب کښې
زه حيران د ستا د وروځو په تور خال يم
کافر څشکل سجده کا په محراب کښې
ګل له ډېرې باريکۍ په شبنم خور شي
نازکان زړه بد وي په صاف ځواب کښې
د بهار په ګلو اوري بارانونه
د څڅويکې طاقت نشته په حباب کښې
د رحمان غلطي وبخښه اې خدايه
د اوترو چارې نه وي په حساب کښې