

رحمان بابا
د بلبل له حاله زده کره په خزان کښې
بيا د ګلو تماشا کړه په بوستان کښې
څو دي تېره تلخايي تر ستوني نه شي
شيريني به خوند در نه کا په دهان کښې
ما په هجر کښې لذت د وصال بيا موند
له يوسفه ملاقي شوم په زندان کښې
لکه متن له معنا، معنا له متنه
يار هم هسې دی زما په دل و جان کښې
عاشقي اسانه مه ګڼه خبر شه
سربازي ده هر نفس په دا ميدان کښې
د ناتوان له ناتوانيه ووېرېږه
که هزار ځله توانا يې په خپل ځان کښې
هم هغه به پس له مرګه ازارېږي
هر چې بل ازار وي په دا جهان کښې
په رحمان باندې بې ياره هسې حال دی
لکه حال د زندانيانو په زندان کښې