

رحمان بابا
زړه مې ډوب ډوب کېږي ستا د غم په غلبلو کښې
هسې لکه څوک چې مستغرق شي په ابو کښې
ستا د عشق له موجه هيڅ لوري وتی نشم
دواړه لاس مې پريواته د عشق په لانبو کښې
سل توبې مې ماتې کړې وا نه وښتم له عشقه
څه ويسا مې نوره پاتي نه شوه په توبو کښې
ته چې له ما درومې دا د اوښو باران ګوره
رخ د سفر هيڅ نه دی په دا ګڼو شېبو کښې
له يوه سپوږمۍ نه په اسمان کښې هزار ستوري
بې تا څوک څه کاندي د خلقو په جنبو کښې
عشق و عقل دواړه سره ضد دي که پوهېږې
کله کړی اړام د اور بڅري په پنبو کښې
هر څوک چې د عشق په اتش ځان سيزي رحمانه
خدای دې ابراهيم غوندې څوک نه کا په لمبو کښې