

رحمان بابا
هسې خوښ يم ستا د در په خاکستارۍ کښې
لکه خوښ وي سردارن په سردارۍ کښې
عاشقي که نورو خلقو ته خواري ده
ما موندلی دا دولت دی په خوارۍ کښې
و بيمار ته که ناخوښ وايي وګړي
خوښ يم زه د ستا د عشق په بمارۍ کښې
د خپل بام و دروازې و ته نظر کړه
هسې سترګې دي زما په بيدارۍ کښې
يار د يار له سترګو اوښي پاکيزه کا
نا چاري کړې زما اوښي په يارۍ کښې
ما له ډېري ناچارۍ و يار ته شا کړه
مړي عذر دي په ډېره ناچارۍ کښې
غم به هيڅ يوه هوښيار خوښ کړی نه وي
ما خوښ کړي دي ستا غم په هوښيارۍ کښې
د رحمان اوښي به څه رنګ په قرار وي
چا ليدلي دي درياب په قرارۍ کښې