...

رحمان بابا

مغرور مه اوسه د عشق په کاروبار کښې

هر خسنړي تيره تېغ دي په دا لار کښې

دا سور ګل به دي دستار په وينو سور کا

چې دي ايښي زمانې دي په دستار کښې

مخ د ترکو چې تر اب حيات صاف دي

زه دې اب حیات سوی یم په نار کې 

چې د اوسپنو دانه پرې اوبه کېږي

ترو زما د هستۍ څه دي په ديدار کښې

چې په هر وار يې زه سترګو ته نظر کړم

لاس مې وللي دي له ځانه په هر وار کښې

ياره ته چې له ما صبر و قرار غواړې

عاشق کله وي په صبر و په قرار کښې 

که مې سر و مال د ستا په مينه درومي

زه تر سر و مال تېر يم په دا کار کښې

ستا له دره له دياره به وا نه وړم

څو و نه مرم ستا په در و په ديار کښې 

کمبختان د يار په وصل کښې مهجور دي

د وچ ډګي بهره نه وي په بهار کښې 

مفلسانو لره عين کوهستان دی

که همه عمر يې کور وي په بازار کښې

و عيب جوی ته واړه عيب څرګندېږي

ښايسته که ځان يوسف کا په سنګار کښې

چې هنر عاشقۍ يې خدای نصيب کړ

بې هنره نور څه نه ويني په يار کښې

دا داغونه د خپل زړه ور لره بس دي

څه حاجت دی د رحمان په لاله زار کښې