...

رحمان بابا

مدام ناست يم وچ ګوګل سترګې په نم کښې

عشق را وښود بحر و بر په خپل حرم کښې

ما چې رحم ستا د توري په خوله کښل کړ

نور مې دا لذت بيا نه موند په مرهم کښې

خود مجنون چې سر په پښو د ليلې کېښود

سرفراز شه په عرب و په عجم کښې

زورور مدام غالب وي په کم زوري

زه له نوره غمه خلاص يم ستا په غم کښې

لکه زه چې مستغرق يم ستا په غم کښ

بل به نه وي په جمله بني ادم کښې

لکه مړي د ژوندو تر ميانه پروت وي

هسې بېل يم له عالمه په عالم کښې

هيڅ صحت مې د دم ګرو په دم نه شي

هم په دا چې زما دم دی د ستا په دم کښې

نه مې بې تا تګ و پونه جست وجو شته

مراد مې ته يې په هر دم په هر قدم کښې

که نصيب مې شي کوغالي ستا د سپيو

و به نه کړم نور نظر په جام د جم کښې

زړه مې هسې ستا په زلفو پسې ورک شه

لکه غوټه د چا پريوزي په تورتم کښې

سره په وينو د سرو ګلو په څير زانګي

هزار زړونه ستا د زلفو په هر خم کښې

زه رحمان کګناره خوښ يم له عالمه

باري ستا سترګو رسوا کړم په عالم کښې