

رحمان بابا
زړه مې بايلو ستا په مينه محبت کښې
عاشقي دي زهر راکړه په شربت کښې
لار زما و يار ته مه تړه ناصحه
ما موندلي دي دا يار په ډېر محنت کښې
که صورت د هغې مستې څرګند شي
عقل هوش به دي هيڅ نه وي په صورت کښې
که د عشق تر کمره پريوزې سر به بايلې
ته چې ما ته غاښ چيحې په نصيحت کښې
زه توبه په هغه تير عمر وکاږم
چې سرف شوي دي بې ياره په غفلت کښې
د اشنا د مينې پت به مې مات نه شي
که مې سر له تنه درومي په دا پت کښې
له ادبه يې و مخ ته کتی نه شم
خدای را پېښه جدايي کړه په وصلت کښې
په قيامت که څوک له نيته پوشيده شي
زه د يار د کوڅې خاورې يم په نيت کښې
د درګاه په خاک نشينو سختي نه وي
د غمونو دخل نشته په جنت کښې
لکه هر چې ستا د در په خاورو خوښ يم
خوښ به نه وي سلطانان په سلطنت کښې
د دنيا له دولتونو بې پروا يم
زه رحمان د عاشقۍ په ښه دولت کښې