

رحمان بابا
هسې بې له ياره زه يم په جهان کښې
چې مه نه شي ځای په مځکه په اسمان کښې
سره ګلونه د چمن راته سور اور شي
چې قدم بې ياره کېږدم په بوستان کښې
چې يې مړ نه يم له ډيري بې نيازيه
حيرانېږم د ناتوان صورت په توان کښې
که هر څو فکر له ځانه سره وکړم
هيڅ د صبر طاقت نه وينم په ځان کښې
هيڅ ساتنه د سرکښ خاطر را نه شي
څوک ساتلی شي بڅري په ګرېوان کښې
تر هغه به بل نادان په ځان نه وي
چې څوک مهر وفا غواړي په نادان کښې
که يې سل ځله په ځار و قرنان بولم
غوږ رانه باسي په ځار و په قربان کښې
هسې رنګ زما په ډيره ژړا خاندي
لکه ګل د پسرلي خاندي په باران کښې
جوهري شي در و لعل کاندي پرڅيره
چې مي کښېني د دوو سترګو په دکان کښې
چې مې هيچري په خوا په خاطر نه وو
زمانې راته څرګند کړه په زمان کښې
چې په وصل کښې يې اوښې نه وچېږي
ترو به حال د رحمان څه وي په هجران کښې